میزان 30, 1404 16:47 Asia/Kabul
  • د سوریې په ځینې سیمو د امریکا هوايي برید

د سوریې رسنیو په دیر الزور کې د ایتلاف ځواک د هوايي بریدونو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد په ادلب ولایت کې هم مرګوني بریدونه شوي دي.

د سوریې دولتي تلویزیون ویلي چې امریکایانو د هیواد په ځینو برخو کې د څو جنګي جیټ الوتکو او ډرونونو سره برید کړی دی.د سوریې الاخباریه شبکې دا هم ویلي چې امریکایي جنګي الوتکو، چورلکو او ډرونونو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، او د نړیوال ایتلاف ځواکونو د لوډ سپیکرونو له لارې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.المیادین راپور ورکړی چې ورته عملیات د دیر الزور په ختیځ کلیوالي سیمو کې د البصیره ښار په الکسار کلي کې ترسره شوي.د سوریې د داخلي امنیت سازمان هم اعلان وکړ چې د ادلب ولایت شمال په " کَفَر مارس " سیمه کې په یوه ملکي موټر په برید کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.