میزان 30, 1404 15:47 Asia/Kabul
  • افغانستان د زیمبابوې په وړاندې د ټیست لوبې درېیمه ورځ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د زیمبابوې په وړاندې د ټیست لوبې درېیمه ورځ او خپله دوهمه پاڼۍ په داسي حال کې پیل کړه چې پرون یې د یوه لوبغاړي له بایللو وروسته څلور دیرش منډې وکړې.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې یوسل او اووه ویشت منډې وکړې خو په مقابل کې یې زیمبابوې درې سوه نهه پنځوس منډې وکړې.اوس زیمبابوې په داسي حال کې تر افغانستان یو سل او اته نوي منډې وړاندې دی، چې یوه پاڼۍ هم لري.پرون افغان لوبغاړي ضیاالرحمن د زیمبابوې اووه لوبغاړي وسوځول.د افغانستان په ټیستلوبه کې له ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي او رحمان الله ګوربز پرته نور داسي لوبغاړي غوره شوي چې د ملي لوبډلې په نورو فارمټونو لکه پنځوس اوره او شل اوره کې نه لوبېږي.