میزان 29, 1404 16:19 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي چې د ګاونډي هیواد لخوا په افغانستان وروستي پوځي بریدونه پرته له کوم دلیل ترسره شوي او پاکستان مناسب ځواب ترلاسه کړی دی. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر رویټرز ته وویل چې کابل سره اوربند مشروط او نازک و.