میزان 29, 1404 16:18 Asia/Kabul
  • د کابل فولاد اوسپنې ویلې کولو فابریکې دویمې برخې پرانیسته

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر پرون هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات صنعتي پارک کې د کابل فولادو اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهمه برخه پرانیسته.

په دې برخه کې شل میلیونه ډالر پانګونه شوې او فابریکه په ورځ کې د پنځه سوه ټنه اوسپنې د پروسس کولو ظرفیت لري.د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې برادر وویل چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ سره، د سیمې او نړۍ ډیری هیوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي، او دا هڅې لاهم پراخیږي.هغه وویل چې د دوی حکومت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د دې هدف لپاره یې د کورني بریښنا تولید او بریښنا وارداتو لپاره لویې پروژې پیل کړې دي. برادر له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.