غزه کې له کنډوالو څخه د صهیونیستي بندیانو جسدونو ایستل
میزان 29, 1404 16:15 Asia/Kabul
په غزه کې د صهیونیسټي بندیانو د جسدونو د ایستلو بهیر لاهم دوام لري.
نن سهار د القسام ځواکونو په غزه کې د صهیونیسټي بندیانو یو بل جسد د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته وسپاره.په ورته وخت کې د غزې په تړانګه کې د حماس غورځنګ مشر خلیل الحیه، په دې تړانګه کې د صهیونیسټي بندیانو د جسدونو د ایستلو په پروسه کې د ستونزو اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې یاد غورځنګ د اوربند تړون بشپړ پلي کولو ته ژمن دی.د یادونې وړ ده چې غزه کې د اروبند له پلي کیدو راهیسې حماس د اته اویشت وژل شویو بندیانو له جملې څخه د څوارلس تنو جسدونه او شل ژوندي بندیان خوشې کړي دي.