میزان 28, 1404 16:35 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب د رهبر وینا

د امریکا د ولسمشر خبرو ته په اشارې سره د ایران د اټومي صنعت د ویجاړولو په اړه د انقلاب رهبر وویل چې په همدې خیال کې اووسئ.

د انقلاب رهبر ټینګار وکړ چې تاسو څه کاره یاستئ که یو هیواد اټومي صنعت ولري، نو هغه باید تاسو ته ځواب ووايي؟هغه وویل ټرمپ هڅه وکړه چې د سیمې، ایران او د ایران د ملت په اړه په ګڼو دروغو سره صهیونیسټانو ته مورال ورکړي؛ خو که هغه ځواک لري، نو باید لاړ شي هغه امریکايي وګړي آرام کړي چې د دوی پر ضد شعارونه ورکوي.د انقلاب رهبر وویل چې صهیونیسټانو دا تمه نه درلوده چې د ایران ځواک به دومره ویجاړي وکړي.خو که اړتیا شوه بیا به یې بیا وکاروو.نن د مختلفو سپورتي څانګو اتلانو او د اولمپیک د مډال ګټونکو په یوه غونډه کې د ایران د اسلامي انقلاب مشر دا ویاړونه د ایران ملي ځواک وبلل.هغه ټینګار وکړ چې ستاسو د مډال ګټل د نرمې جګړې په دې ورځو کې خورا ارزښت لري، ځکه چې دښمن غواړي ملت مایوسه او ناهیلی کړي.