د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ وده
د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي د سحر افغانستان تلویزیون چراغ سرخ خپرونې سره په یوه مرکه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د ودې یادونه وکړه.
هاشمي وویل چې د تیر لمریز کال په دویمه نیمایي کې د ایران او افغانستان ترمنځ د یو میلیارد اوه سوه پنځوس میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري وشوه چې یوازې څلویښت سلنه یې د جنوبي خراسان ولایت د ماهیرود بندر له لارې ترسره شوه.هغه وویل چې د فراه او هرات والیانو له یاد ولایت څخه لیدنه کړې او دا موضوع د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د تعامل او ودې لامل شوې ده.د جنوبي خراسان والي د بیرجند نړیوال نندارتون ترسره کول د افغان سوداګرو د وړتیاوو د ښودلو لپاره یوه مهمه کړنه وبلله، چې په پراخه کچه یې هرکلی هم وشو.هاشمي ټینګار وکړ چې یوازې د ماهیرود په لاره کې څلور سرحدي بازارونه شتون لري، او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو په وده کې ډیره مرسته کړې ده.