میزان 28, 1404 16:28 Asia/Kabul
  • دښمنانو سره د مقابلې لپاره په چمتوالي د حزب الله ټینګار

په لبنان کې د حزب الله د عامه اړیکو مشر"احمد ریا" اعلان وکړ چې زموږ ځواکونه دښمن سره د هر ډول مقابلې لپاره بشپړ چمتو دي.

هغه ټینګار وکړ چې مقاومت هیڅکله مات شوی نه دی او نن ورځ تر بل هر وخت ډیر د هر ډول ننګونې یا احتمالي ننګونې سره د مقابلې لپاره چمتو دی.په لبنان کې د حزب الله د عامه اړیکو مشر اعلان وکړ چې په لبنان کې مقاومت په وروستیو میاشتو کې د خپل جوړښت او وړتیاوو د بیارغونې او پیاوړتیا توان لري.ریا دا هم یادونه وکړه چې دا چمتووالی د تیرو کلونو د تجربو او د صهیونیست دښمن په وړاندې د مقاومت د ساتلو لپاره د دوامداره هڅو پایله ده.