افغانستان او زیمبابوې نن ټیسټ لوبه پیلوي
میزان 28, 1404 16:26 Asia/Kabul
افغانستان او زیمبابوې نن دوشنبه په یوه ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخامخ شول
دا لوبه د زمبابوې په هرارې کې د افغانستان په وخت د غرمې دولس نیمې پیل شوه او تر جمعې ورځې پلان شوې.د افغانستان کرکټ بورډ وویل چې راشد خان به په ټیسټ لوبه کې نه وي، خو ټینګار یې وکړ چې خان به د دواړو ټیمونو ترمنځ په شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.له ټیسټ وروسته، افغانستان او زمبابوې د اکتوبر په نهه ویشتمه او یو دیرشمه او د نومبر په دوېیمه درې شل اوریزې لوبې کوي.