قطر ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
میزان 26, 1404 17:33 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتي ادارې د مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ د دفاع وزارت یو پلاوی دوحې ته تللی ترڅو له پاکستاني لوري خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او د دغه هیواد د استخباراتو مشر عاصم ملک هم دوحې ته رسیدلي دي.تر اته څلوېښت ساعته اوربند وروسته چې غځول شوی هم دی، دواړه هیوادونه د قطر پلازمینې دوحې ته د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو لپاره تللي دي.د دې خبرو اترو اصلي تمرکز د اوربند غځول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي ننګونو لپاره د حل لارې موندل دي.دا لا روښانه نه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې تر کومه حده کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.