د سرپرست حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې
میزان 26, 1404 17:30 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د وروستیو سیمه ییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه وکړه.
عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.هغه د دواړو مسلمانو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او رغنده خبرو اترو د اسانتیا لپاره د ایران چمتووالي ته هم اشاره وکړه.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، د سرحدي امنیت ساتلو، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوي او د سیمه ییزې سولې او ثبات د پرمختګ لپاره د همغږۍ په دوام ټینګار وکړ.