د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه لغوه شوه
میزان 26, 1404 16:24 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.
بورډ په خپله پاڼه لیکلي چې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون یې دا پرېکړه کړې ده.د کرکټ بورډ بیان زیاتوي وژل شوي لوبغاړي هارون، صبغت الله او کبیرآغا نومېدل چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لوبې وروسته بېرته ارګون ته ستانه شوي وو خو هلته د دمې پر مهال پرې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي برید شوی وو.د افغانستان د کرکټ ګڼو ملي لوبغاړو هم د پکتیکا د دریو ولایتي لوبغاړو په وژنه خواشیني ښوولې او د پاکستان د پوځ بمباري یې غندلې ده.تمه وه چې پاکستان د نومبر له اوولسمې تر نهه وشتمې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي.