د پاکستان برید کې په افغان خبریالانو برید
میزان 24, 1404 17:32 Asia/Kabul
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د یو خبریال د مړینې او د یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد بنسټ ویلي چې پاکستاني پوځیانو په قصدي ډول په پکتیا کې د افغانستان د ملي تلویزیون پر خبریالانو برید کړی دی.په برید کې عبدالغفور عابد شهید او تواب آرمان سخت ټپي شوی.د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنې د پاکستان دا عمل د خبریالۍ د اصولو او انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه وبلله او د دې موضوع د څېړنې غوښتنه یې وکړه.پرون د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وویل چې دواړه خبریالان په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د راپور په چمتو کولو بوخت وو.