میزان 24, 1404 17:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې تړلې پاتې دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتو وروسته د دوهمې ورځې لپاره تړلي پاته دي.

پاکستاني چارواکو وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ټولو سرحدي لارو کې چې سوداګرۍ او ټرانزیټ سره معامله کوي، ټول دولتي دفترونه تړل شوي دي.د دواړو خواوو ترمنځ شخړې په عمده توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ اغیزمنه کړې، که څه هم پاکستان دمخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې څو لارې د مختلفو بهانو له مخې تړلي دي.د افغانستان ختیځ له تورخم څخه راپورونه ښیي چې اوس مهال په سلګونو موټرونه د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي، او دې کار د دواړو هیوادونو خلکو ته لوی مالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي.