میزان 24, 1404 17:29 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم برید کې د یوه لبناني وګړي شهادت

په صور سیمه کې د صهیونیستي رژیم پوځ لخوا په یوه ملکي موټر باندې په وروستي برید کې یو لبنانی وګړی شهید شو.

لبناني رسنیو ویلي چې دا صهیونیسټي بریدونه په داسې حال کې کیږي چې ملګري ملتونه د لبنان په پولو کې د "پام وړ ارامتیا" په اړه خبرې کوي خو په میدان کې واقعیتونه برعکس ښیي.دې رسنیو ویلي چې لبنان سره د اوربند تړون څخه یو کال وروسته صهیونیستي رژیم د لبنان په سویل خپلو ورځنیو بریدونو ته دوام ورکړی، او دا بریدونه د امریکا په مستقیم ملاتړ سره ترسره کیږي او په کې هوایی بریدونه، ځمکني یرغلونه او د دغه هیواد د ملي حاکمیت تکراري سرغړونې شاملې دي.روانه اونۍ د لبنان ولسمشر جوزف عون هم د اوربند سرغړونې او د لبنان په خاوره د صهیونیسټي رژیم بریدونه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دې مسلې ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایی