مسکو کې د محمدالجولاني او ولادیمیر پوتین لیدنه
میزان 24, 1404 17:27 Asia/Kabul
د سوریې د موقت حکومت مشر په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړۍ رسمي غونډه کې وویل چې هیواد یې د دمشق او مسکو ترمنځ خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دی.
په دې لیدنه کې محمد الجولاني له پوتین څخه وغوښتل چې خپل پوځي ځواکونه د سوریې سویل ته واستوي ترڅو د صهیونیستي رژیم د تیري سره مقابله وکړي.محمد الجولاني وویل چې د سوریې او روسیې ترمنځ تاریخي اړیکې او ډیری ګډې ګټې شتون لري، او موږ د تیرو ټولو تړونونو درناوی کوو او هڅه کوو چې دا اړیکې بیا دوام ومومي.ویل کیږي چې د خبرو اترو یوه له اصلي موضوعاتو څخه په سوریه کې د دوو روسي پوځي اډو، یعنې په لاذقیه کې د حمیمیم هوايي اډه او د طرطوس سمندري اډې د وضعیت څیړل وو.هغه اډې چیرې چې روسي ځواکونه د تیرو څو کلونو راهیسې ځای پر ځای شوي دي.