میزان 24, 1404 17:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي ټیمونو سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې پر وړاندې د لوبو د لړۍ لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.

په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ټسټ او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ راروانه اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.کرکټ بورډ نن پر خپلو ټولنیزو پاڼو په یوه بیان کې د ټسټ او شل اووریزو لوبو لپاره نوملړ خپور کړی دی. د ټسټ لوبو لپاره به حشمت الله شهیدي او د شل اووریزو لوبو لپاره به راشدخان لوبډلمشر وي.افغانستان تازه له بنګلدیش سره د یوورځنیو لوبو لړۍ د درې واړو لوبو په ګټلو سره پای ته ورسوله خو له هغه مخکې یې درې شل اووریزې لوبې بنګلدیش ته وبایللې.