متقي هندي سوداګرو ته د پانګونې بلنه ورکړه
میزان 23, 1404 16:50 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له هندي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د کانونو ، زیربناوو او نورو برخو په ګډون د افغانستان په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي هغه اوسنی چاپیریال د پانګوالو لپاره افغانستان ته د ننوتلو لپاره خورا مناسب وباله.