د طالبانو تحریک سره پر مذاکراتو د عمران خان ټینګار
میزان 23, 1404 16:48 Asia/Kabul
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې اسلام آباد هیڅکله طالبانو سره له خبرو اترو پرته د ترهګرۍ ستونزه نشي حل کولی.
په هغه پیغام کې چې له زندانه خپور شوی، عمران خان ویلي چې د ترهګرۍ ضد پالیسۍ جوړولو لپاره، باید په دې مسله کې ښکیل ټولو کسانو سره خبرې وشي؛ که هغه سیمه ایزې قبیلې وي، سیمه ایز حکومت وي، فدرالي حکومت وي یا افغان حکومت وي.عمران خان ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ مسله د تړلو دروازو تر شا د پریکړو کولو سره نشي حل کیدی او د حقیقت پر بنسټ یوه جامع او سیاسي ستراتیژي باید جوړه شي.د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې "د سیاسي استازو او د خیبر پښتونخوا د حکومت له شتون او مشورې پرته هیڅ پالیسي د منلو وړ نه ده."په پاکستان کې دې جنجالي څېرې مخکې د امنیتي ننګونو د حل لپاره تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو غوښتنه کړې وه.