میزان 23, 1404 16:46 Asia/Kabul
  • سوریې ته د امریکايي پوځیانو ننوتل

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکایي سرتیرو یوه ډله د سوریې په شمال ختیځ کې حسکه ولایت ته د پوځي او لوژستیکي تجهیزاتو سره ننوتلې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په نوم یو مرکز اعلان وکړ چې تجهیزات د یوې بار وړونکې الوتکې په واسطه د حسکه ولایت د رمیلان سیمې په څنډه کې د خراب الجیر په هوايي ډګر کې د امریکا پوځي اډې ته لیږدول شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د میزان میاشتې په اوومه نیټه، پنځه ویشت لارۍ چې امریکایي پوځي تجهیزات یې لیږدول عراق کردستان څخه د الولید سرحدي لارې له لارې د حسکه په څنډه کې د قسرک اډې ته ننوتل.د سوریې سیمو ته د امریکایي پوځي کاروانونو ننوتل په داسې وخت کې کیږي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې واشنګټن غواړي په سوریه کې خپل پوځي شتون کم کړي او خپلې پوځي اډې یوې اډې ته راټیټې کړي.