د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان درېیمه بریا
میزان 23, 1404 16:45 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګلهدېش ته په درېیمه یو ورځنیۍ سیالۍ کې هم په لوی توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې چې سیال ټیم ته یې دوه سوه څلور نوي منډې هدف ټاکلی و، دا سیالي د دوه سوه منډو په توپیر وګټله. د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ یوار بیا خورا ښه بیټنګ وکړ. ده، چې په پیل کې رحمان الله ګوربز ورسره نسبتاً ښه شراکت وکړ، په یوازې توګه پنځه نوي منډې وکړې.د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نوي تېز لوبغاړي بلال سمیع په اووه اورونو کې د بنګله دېش پنځه لوبغاړي وسوځول. راشد خان په شپږ اورونو کې درې لوبغاړي وسوځول.هماغسي چې بنګله دېش شل اوره سیالۍ له افغانستانه درې پر صفر ګټلې وې، افغانستان په یو ورځنیو یا پنځوس اوره سیالیو کې بنګله دېش ته درې پر صفر ماته ورکړه.