افغانستان د ۲۰۲۷ آسیا جام سیالۍ څخه بهر شو
میزان 23, 1404 16:34 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون ماښام له پاکستان سره لوبه یو پر یو مساوي کړه او ورسره دواړه هېوادونه د اسیا ملتونو جام د لار موندنې په موخه له مخته تګه پاتې شول.
دغه سیالۍ پرون کویټ کې د افغانستان په کوربتوب پیل شوه او بالاخره لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده. افغان لوبغاړو تر دې مخکې هم د پاکستان پر وړاندې له ګول پرته لوبه مساوي کړې وه.افغان لوبغاړي به له دې وروسته یوه لوبه له میانمار او یوه بله به له سوریې سره هم وکړي.افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کې تر اوسه دوه سیالۍ مساوي او دوه یې بایللي، نو په دې سره د دوه زره اووه ویشتم کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته له لار موندنې پاتې شول.