میزان 22, 1404 16:56 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر چې اوسمهال په هند کې دی، د هند صنعتي استازو سره په یوه غونډه کې وویل چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسیدلې ده. امیر خان متقي همدارنګه له هند څخه وغوښتل چې چابهار بندر باندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره له امریکا سره خبرې وکړي.