افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنوونکی هیواد
میزان 22, 1404 16:55 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې افغانستان د طبیعي پیښو په وړاندې د نړۍ یو له خورا زیان منونکو هیوادونو څخه دی.
دغه ادارې د طبیعي پیښو د کمولو نړیوالې ورځې سره همهاله زیاته کړه چې سیلابونه، وچکالي، د ځمکې ښویدنې او ځمکرېږد د هیواد د جغرافیایي او اقلیمي واقعیت یوه برخه ده.ملګرو ملتونو ویلي چې د طبیعي پیښو اغیزې د هرچا لپاره یو شان ندي، او دا چې څنډې ته شوي خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، لومړني قربانیان دي چې له دې بحرانونو څخه روغیږي.په ورته وخت کې مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بحرانونو سره د مقابلې لپاره کافي وړتیا نلري.په ورته وخت کې په تیرو څلورو کلونو کې افغانستان د ځمکرېږد او سیلابونو په ګډون د وژونکو طبیعي پیښو لړۍ سره مخ شوی دی.