میزان 22, 1404 16:52 Asia/Kabul
  • د ټرامپ څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اشغال شویو سیمو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه، غیر مسؤلانه او شرمونکې وبللې او په کلکه یې وغندلې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر د صهیونیستي رژیم د مجرمینو په شتون کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې دښمنانه ادعاوې کړې دي چې هیڅ اخلاقي یا قانوني اعتبار نلري.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې امریکا، په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی تولیدونکی او د صهیونیستي اشغالګر او نسل وژنې رژیم اصلي ملاتړی په توګه د نورو د تورنولو اخلاقي واک نلري.دغه وزارت د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په اړه د ادعاوو تکرار هم بې اساسه وګڼلو او ټینګار یې وکړ چې دا ادعاوې د ایران په خاوره د برید په برخه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګډو جرمونو توجیه نشي کولی.د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا دښمنانه چلند د سولې او خبرو اترو د غوښتنې د ادعا سره په ټکر کې وګڼلو.