د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو سیالۍ
میزان 22, 1404 16:49 Asia/Kabul
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه به نن شپه په کویت کې ترسره شي.
د آسیا جام غوراوي سیالیو کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه به د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمې بجې ترسره شي.د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه چې تېره اونۍ په اسلام آباد کې ترسره شوه، بې له ګوله مساوي پای ته ورسېده؛ پایله یې دا ده چې د جدول شرایطو ته په پام سره، دواړه لوبډلې په نازک حالت کې اچولي دي.افغانستان او پاکستان هر یو د دې لوبې د ګټلو لپاره یوازې یو امتیاز ته اړتیا لري.د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د چمتووالي لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي او لوبغاړي به په لوړه روحیه میدان ته لاړ شي.