د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه
میزان 20, 1404 16:43 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د تېرې شپې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه وضاحت ورکړ. همدارنګه له دې نښتې وروسته پاکستان نن له افغانستان سره څو لارې وتړلې.