میزان 20, 1404 16:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر زغم د عراقچي ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر شخړې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې په زغم او ثبات ټینګار کړی دی.

هغه وویل چې پاکستان او افغانستان سره د ایران اړیکې اوږدې او قوي دي، او د سیمه ایز ثبات ساتل د ټولو خواوو په ګټه دي.عراقچي دا څرګندونې خپل پاکستاني سیال سره د ټلفون له لارې وکړېد ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا، د سیمه ایزو تعاملاتو پراختیا او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.دواړو خواوو د سیمه ایزې همغږۍ د پیاوړتیا، د معلوماتو تبادلې او په سیمه کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د فعال رول لوبولو په اړتیا هم ټینګار وکړ.د قطر او سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو هم په افغانستان او پاکستان کې د زغم غوښتنه کړې ده.