د آزدو زونونو نړیواله کنګره کې د سوداګرۍ وزیر ګډون
میزان 20, 1404 16:36 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازادو سیمو د نړیوال سازمان د یوولسم نړیوال کانګرس په څنډه کې د څو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
عزیزي تیره اونۍ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دې غونډو په جریان کې، په مختلفو صنعتي او سوداګریزو سکتورونو کې د همکارۍ ساحې او په افغانستان کې د ازادو سیمو جوړول وڅیړل شول.د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې هیوادونو پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.