په مصر کې د قطر د ۶ دیپلوماتانو مرګ ژوبله
میزان 20, 1404 16:24 Asia/Kabul
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د قطري پلاوي څلور غړي چې د غزې د سولې خبرو اترو لپاره مصر ته تللي وو وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
پېښه شرم الشیخ څخه پنځوس کیلومتره لرې وشوه، چیرې چې سرمشریزه ترسره کېده، او لامل یې یوه ترافیکي پېښه وه.مصري رسنیو دا هم ویلي چې پېښه د موټر چلولو پرمهال په موټر کې د تخنیکي نیمګړتیا له امله رامنځته شوه. په موټر کې پنځه قطریان یو مصري موټر چلوونکی وو.په راپور کې راغلي چې حسن جابر الجابر، عبدالله غانم الخیارین او سعود بن ثامر الثاني، چې د قطر په محکمه او بهرنیو چارو وزارت کې یې کار کاوه، وژل شوي دي.د موټر پاتې مسافر په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.پېښه د مصر د سینا سیمې په جنوب کې د نړیوالې لارې په اوږدو کې رامنځته شوه.