د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان دوېیمه بریا
میزان 20, 1404 16:18 Asia/Kabul
افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د یو اتیا منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله.
د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په څلور څلوېښتم اور کې یو سل او یو نوي منډې هدف وټاکه.افغان توپووهونکي ابراهیم ځدراڼ په یو سل او څلوېښت توپونو تر ټولو ډېرې پنځه نوي منډې جوړې کړې.افغان توپ اچونکو راشد خان پنځه او عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي وسوځول.ابراهیم ځدراڼ د همدې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.د یادولو ده چې د افغانستان او بنګلادېش ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ په درېیمه لوبه کې سره مخامخ کېږي