پاکستان ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری
میزان 19, 1404 16:33 Asia/Kabul
په کابل او پکتیکا د پاکستان ورستیو بریدونو ته په غبرګون کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته خبرداری ورکړی چې دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي. له بلې خوا د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې سرپرست حکومت دا تضمین نه دی ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.