د هند دیوبند مدرسې څخه د امیرخان متقي لیدنه
میزان 19, 1404 16:32 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دیوبند دارالعلوم ته د خپل سفر په جریان کې د جمعیت علمای هند له مشر مولانا ارشد مدني سره ولیدل.
په دیوبند دارالعلوم کې د لیدنې پر مهال دواړو خواوو په ګډو مذهبي ارزښتونو، د ښه نیت او متقابل درناوي په پیاوړتیا ټینګار وکړ.امیر خان متقي دیوبند مدرسې کې په خبرو کې وویل چې د افغانستان او هند د اړیکو راتلونکی روښانه دی.د دیوبند مدرسه په نړۍ کې یو له مشهورو اسلامي مدرسو څخه دی او د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په جریان کې د طالبانو لخوا تود هرکلي سره مخ شو. د دې ترڅنګ د دیوبند مشهورو عالمانو د متقي په سر د عزت پګړۍ کېښوده.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ په ډیلي کې له خپل هندي سیال سره ولیدل.ټاکل شوې ده چې متقي نن تاج محل څخه هم لیدنه وکړي.