پاکستان کې د لبیک ګوند پلویانو د لاریونونو دوام
میزان 19, 1404 16:29 Asia/Kabul
په لاهور او اسلام آباد کې د پاکستان لبیک غورځنګ د پلویانو لخوا د امریکا ضد پراخو مظاهرو وروسته د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
پاکستاني رسنۍ د هیواد په پلازمینه کې د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره د لسګونو لاریون کونکو د وژل کیدو او ټپي کیدو او د انټرنیټ د بندیدو راپور ورکوي.په ورته وخت کې لبیک ګوند اعلان کړی چې دوی به د پاکستان په پلازمینه کې د امریکا سفارت مخې ته خپلو لاریونونونو ته دوام ورکړي.مظاهره کونکي دا لاریونونه فلسطین سره د پیوستون څرګندونه بولي، خو د پاکستان حکومت لاریون کونکي د بلوا، خلکو ته ګواښ او له پولیسو سره د نښتو مسؤل ګڼي.پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی به هیڅ ډلې یا فرد ته اجازه ورنکړي چې قانون مات کړي یا لاریونونه وکړي.