چینايي توکو باندې د امریکا ۱۰۰ سلنه تعرفه
میزان 19, 1404 16:28 Asia/Kabul
وروسته له هغه چې چین د نادره ځمکو د کانونو صادرات محدود کړل د امریکا ولسمشر وویل چې هغه به د نومبر له لومړۍ نیټې څخه په چینایي توکو سل سلنه تعرفه ولګوي.
ټرمپ وویل چې بیجینګ د سوداګرۍ په اړه یو تیریدونکی دریځ غوره کړی چې بې ساري او له اخلاقي پلوه د غندلو وړ دی.د امریکا ولسمشر وویل چې هغه به د چین د اقداماتو له امله سویلي کوریا ته د خپل سفر په جریان کې شي جین پینګ سره لیدنه لغوه کړي. ټاکل شوې وه چې ټرمپ په شاوخوا دریو اونیو کې په سویلي کوریا کې د چین له مشر سره وګوري.چین د نړۍ د نادره ځمکو د کانونو شاوخوا اویا سلنه اکمالات کوي. دا کانونه د موټرو تولید په ګډون د پرمختللو صنعتونو لپاره اړین دي.