میزان 19, 1404 16:26 Asia/Kabul
  • افغانستان د اسیا د زورخانې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د زورخانه ای غیږ نیونې ملي لوبډلې د ایران اسلامي جمهوریت په اسیایي لوبو کې د یوولسو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړو د خپلو سیالانو په وړاندې په څو ډوله سیالیو کې سیالي وکړه، او په پای کې دوی د یوولسو برونزو مډالونو او د درېیم کپ ګټلو سره په سیالۍ کې درېیم مقام ترلاسه کړ.په دې اسیایي سیالۍ کې کوربه ایران اتل شو، عراق دوهم مقام ترلاسه کړ، او افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې دریم مقام ترلاسه کړ.د اسیایي غیږ نیونې لوبو اووم پړاو، چې د ایران په کوربه توب اورمیه ښار کې ترسره شو، د نږدې شل هیوادونو ترمنځ ترسره شو، چې پکې د افغانستان ټیم هم په کې شامل و.