غزه کې د اوربند طرحې پلي کیدل
میزان 17, 1404 17:29 Asia/Kabul
المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند د پلي کولو لړۍ نن ماسپښین پیل شوه.
صهیونیستي رسنیو هم په راپورونو کې تایید کړه چې دا پروسه د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال پیل شوه.رسنیو وویل چې د صهیونیستي رژیم پوځ درې برخې له غزې څخه وتلي دي.دا اقدام د امریکا د ولسمشر د غزې د جګړې د بندولو او د بندیانو د تبادلې د پلان د پلي کولو لپاره د زمینې چمتو کولو لپاره ترسره شو.