د حماس غورځنګ لخوا په غزه کې د اوربند هوکړه
میزان 17, 1404 17:28 Asia/Kabul
وروسته له هغه چې ټرمپ په غزه کې د اوربند تړون اعلان کړ حماس غورځنګ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د حماس غورځنګ او د فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ د مسؤلانه او له جدي خبرو اترو وروسته لاسلیک شو. په ورته وخت کې المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند لړۍ له نن ماسپښین راهیسې پلي شوې ده.