د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو فعال حکمونه
میزان 17, 1404 17:26 Asia/Kabul
د نړیوالې جنایي محکمې ویاند فادي عبدلله تیره شپه وویل چې د لومړي وزیر نتنیاهو او د صهیونیستي رژیم د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو امرونه د هاګ محکمې د پریکړې پراساس لاهم فعال دي.
هغه وویل چې د امریکا فشار او بندیزونه دوی په دې برخه کې د خپلو دندو ترسره کولو څخه نه دي منع کړي.د هاګ محکمې چارواکي وویل چې په نړیواله کچه د دوی قضایي دندې خورا روښانه دي او دوی به هیڅکله په دې کولو کې پاتې نه شي.مخکې له دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ صهیونیستي رژیم سره په دوامداره همکارۍ کې، د هاګ نړیوالې محکمې د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو امرونو د صادرولو له امله بندیزونه لګولي وو.