میزان 17, 1404 17:24 Asia/Kabul
  • د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین لومړی پړاو

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري د واکسین ملي کمپاین په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې شاوخوا اته اعشاریه نهه میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

ویل کیږي چې دا پروګرام به د افغانستان اوولس هغه ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي چې سړه هوا لري.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي چې شری یوه وژونکې خو د مخنیوي وړ ناروغي ده. په داسې هیواد کې لکه افغانستان کې چې ماشومان زیانمنونکي دي، واکسیناسیون یو حیاتي اقدام دی. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیا سیسټم ملاتړ ته ژمن دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم پاتې نه شي.د رسمي شمېرو له مخې تیر کال په افغانستان کې د شري له نهه زره او درې سوه څخه ډیرې قضیې ثبت شوې وې، او سږ کال تر اوسه پورې دا شمیره اته زره او پنځه سوه ماشومانو ته رسیدلې ده.