میزان 17, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر سیمه ییز ملاتړ د روسیې ټينګار

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د سیمې ټول هیوادونه غواړي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې فعالې اړیکې وساتي.

د مسکو فارمټ مشورتي غونډې له پای ته رسیدو وروسته د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې، ضمیر کابلوف ټینګار وکړ چې دغو هیوادونو ژمنه کړې چې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او ټول ګډونوال په دې برخه کې ورته نظر لري.کابلوف وویل چې "د مسکو فارمټ غونډې وښودله چې د سیمې ټول هیوادونه هوډ لري چې په فعاله توګه افغان حکومت سره په ټولو هغو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي چیرې چې ګډې ګټې شتون لري. زموږ ټولو شریکانو د دې فارمټ په چوکاټ کې هوکړه وکړه چې موږ باید د شلو کلونو بهرني اشغال او پرمختګ پایلو باندې بریالي کیدو لپاره ځوریدلي افغان ولس سره مرسته وکړو."