تاجیکستان ته د روسیې د ولسمشر سفر
میزان 17, 1404 17:20 Asia/Kabul
له مخکې د ترتیب شوي مهالویش سره سم، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجبکستان ته سفر کړی دی.
د روسیې ولسمشر خپل تاجیک سیال سره د لیدنې پر مهال وویل چې د روسیې او تاجیکستان ترمنځ اړیکې په ټولو برخو کې په مثبت ډول وده کوي.مسکو او دوشنبه په امنیتي او دفاعي برخو کې نږدې اړیکې لري او د یو بل متحدین ګڼل کیږي.