روسیه کې د مسکو فارمټ اوومه غونډه
میزان 15, 1404 16:48 Asia/Kabul
د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن په روسیه کې ترسره شوه. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د لومړي ځل لپاره د مسکو په غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې یې ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې لکه داعش نور په افغانستان کې شتون نلري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغانستان په خاوره کې د غیر سیمه ایزو هیوادونو د پوځي شتون په اړه هم خبرداری ورکړ.