حماس له منځګړو سره د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره کړ
میزان 15, 1404 16:47 Asia/Kabul
د حماس غورځنګ د پلاوي او د مصر او قطر د منځګړو ترمنځ د خبرو اترو لومړۍ غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې حماس په غزه باندې دوامداره بریدونه د صهیونیسټي بندیانو د خوشې کولو په وړاندې یو جدي خنډ ګڼي.