د افغان ښځو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اندېښنه
میزان 15, 1404 16:44 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش وايي چې په افغانستان کې عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک ایستل ګړندی شوي دي.
هغه د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت غونډې ته وویل چې دا ایستل د زده کړې، کارموندنې او روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي محدودیتونو سره مل دي.گوترش په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د میندو د مړینې زیاتوالي راپور هم ورکړ.په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ښځو مشرې سیما باهوس وویل چې د افغانستان دوه نوي سلنه وګړي غواړي چې نجونې زده کړې ته لاسرسی ولري.د یادونې وړ ده چې غونډې د نړیوالې بې ثباتۍ او د ښځو او نجونو د وضعیت لپاره د هغې د پایلو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.په همدې حال کې د کابل چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغان ښځو مسله یوه داخلي مسله ده.