میزان 15, 1404 16:43 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان څخه وروستۍ یوه ورځ کې ۵۰۰۰ کسان راغلي

د کډوالو لپاره د سرپرست حکومت عالي کمیسیون وايي چې په تیره یوه ورځ کې نږدې پنځه زره کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کمیسیون په وینا، له دوی څخه له درې زره درې سوه څخه ډیر له پاکستان څخه او شاوخوا شپاړس سوه له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي.دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا سرحدي لارو له لارې افغانستان ته ننوتل.که څه هم له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو شمیر زیات شوی، خو د ایران د خراسان رضوي سرحدي ساتونکي قوماندان په دې وروستیو کې وویل چې د هغو افغانانو شمیر چې په غیرقانوني ډول هیواد ته د ننوتلو هڅه کوي د تیر کال پرتله دوه چنده زیات شوی دی.