۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره خونړی کال بلل شوی
میزان 15, 1404 16:39 Asia/Kabul
دوه زره پنځه ویشتم کال په پاکستان کې تاوتریخوالي زیات شوی چې دا کال تر اوسه پورې په یوه لسیزه کې په یاد هیواد کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.
د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز راپور ورکړی چې په تیرو نهو میاشتو کې په ټول پاکستان کې په امنیتي پیښو کې لږترلږه دوه زره څلور سوه څوارلس کسان وژل شوي دي.سږ کال ملکي وګړي او پوځي پرسونل دواړه د قربانیانو په ډله کې دي.دغه مرکز خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام سره د مرګ ژوبلې احتمال شته.په راپور کې دا هم ویل شوي چې سږ کال ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات دواړه زیات شوي، چې د مرګ ژوبلې لوړې کچې لامل شوی.