میزان 15, 1404 16:32 Asia/Kabul
  • د فرانسې د لومړي وزیر استعفا سره د یاد هېواد سیاسي ناورین

فرانسه د خپل نوي لومړي وزیر سباستین لکورنو له استعفا سره په یو نوي سیاسي بحران کې ډوب شوې ده.

نوموړي د خپلې کابینې له اعلان څخه یوازې څوارلس ساعته وروسته استعفا ورکړه.د فرانسې په پارلمان کې مختلفو ګوندونو د لکورنو د کابینې په جوړښت سختې نیوکې کړې وې، چې تر ډیره حده د تیر حکومت سره ورته وه، او ګواښ یې کړی و چې په هغه باندې به د نه باور رایه ورکړي.دا بحران د ایمانویل مکرون حکومت ته یو بل ګوزار دی، چې په وروستیو میاشتو کې د خلکو د نارضایتۍ، اقتصادي ننګونو او د مختلفو ګوندونو ترمنځ د سیاسي کړکیچ سره مخ دی.په فرانسه کې د نظرپوښتنې ښیي چې ډیری خلک غواړي ولسمشر ایمانویل مکرون استعفا ورکړي او ژر پارلماني ټاکنې ترسره کړي.