زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو ستونزو ډیریدل
میزان 14, 1404 17:36 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس وايي چې په ختیځو ولایتونو کې د ځمکرېږد له امله اغیزمنو شویو ماشومانو کې د سیلابونو، ناروغیو او سړې هوا خطرونه مخ په زیاتیدو دي. په ورته وخت کې وروستیو سیلابونو د افغانستان څو ولایتونه هم اغیزمن کړي دي.