تیرو دوو کلونو کې د ۱۱۵۲ صهیونیستي پوځیانو مړینه
میزان 14, 1404 17:15 Asia/Kabul
جورزالم پوسټ ورځپاڼې د صهیونیستي رژیم د پوځ په حواله راپور ورکړی چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې راهیسې یوولس سوه دوه پنځوس صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
دغه ورځپاڼې لیکلي چې د دې پوځیانو له څلوېښت سلنې څخه ډیر د یوویشت کلونو څخه کم عمر لري.په همدې حال کې فلسطیني مبارزینو ویلي چې د صهیونیستي مرګ ژوبلې شمیر رسمي شمیرې څخه ډیر لوړ دی او دغه رژیم یې له خپرولو څخه ډډه کوي.مخکې له دې د فلسطین مقاومت ځواکونو خبرداری ورکړی و تر هغه چې د صهیونیستي رژیم ځواکونه په غزه کې خپل تیري او جرمونو ته دوام ورکړي، د دوی تابوتونه به بیرته اشغال شویو سیمو ته واستول شي